November 6, 2026

دهګان، دیګان، او دهقان څوک دي؟

By Ahmad Jan “Mano”

دهګان، دیګان، او دهقان څوک دي؟

دهګان، دیګان، او دهقان څوک دي؟

لومړی: دیګان او دیکان — دواړه نومونه چې د (ګ) او (ک) توري لري، په پشه یی/لرغونۍ آریایی ژبه کې دوه ترکیبي نومونه دي او هر یو یې خپل مصدر او فعل لري. (دیان): دا نوم د دوو برخو څخه جوړ دی، چې (دی) او (ان) دي.

یادونه: پاتې دې نه وي چې د (دیان) نوم بنیاد، د پشه یی/آریایی ژبې د شمېرلو له مفهوم سره تړاو لري.

پشایې/پښتو/دري ضمایر او افعال: ګانیک = ګڼل = شمردن. زمونږ د پشایې ژبې په ادبیاتو کښې، دوه نور ښکلي مصادر او نومونه لرو، لکه د (کانیک = ویستل = کشیدن).

دهقان، دهان، دیان، اودهکان څوک دي؟ تر کومه چې ما د (شلماني) کتاب لوست او د دانشمندانو نظریات مې مطالعه کړل، زما پوره باور او یقین دا دی چې د (دیان / دیکان / دهقان) ترکیبي نومونه به، د اصلي آریایې/آریک/پشایې ژبې د (دیجن = لس کسه/ لس کسان) څخه اوښتي وي.

دیان یعنی لس مشران — چې دا په ژبه نه اطالق کیږي، ښایې چې دا لس کسان به د کلي، سیمې، ولسوالۍ، والیت، دولت د تشکیالتي کارونو ترتیبوونکي، الرښودونکي، پوه مشران او دانا شخصیتونه وو، چې په خپله لرغونې اصلي آریایې، آریک/پشایې ژبه یې خبرې کولې.

نتیجه: دا چې د (دیان، دیا، دی، او انان) نومونه د کوم خاص او د خاصو کسانو پورې اړوند دي او په خپل وخت کښې د منصب او اداري کسانو پورې اړوند نوم دی، چې د مهاجرتونو په پایله کښې د وخت له مخې (دیان/یګان/دهقان) نومونو ته اوښتي دي.

پایله: زما په پوره باور او یقین د (دیان / دیکان / دهقان) ترکیبي نومونه به، د اصلي آریایې آریک / پشایې ژبې د (دیجن = لس کسه/ لس کسان) څخه اوښتي وي. دا چې نني زمونږ د سیمې د کونړ والیت او اکثرآ نور خلک، مونږته د نورګل ولسوالۍ اوسیدونکو ته، د نورو ژبو خاوندان (دیان، دیانان) وایې. نو دادی، اوس د خپلې ژېړنې پربیخ، بنیاداو بنسټ، داپه ډاګه وایو، چې (دیان) خلک، که د سیمې اویا دنړۍ په هر ګوډ کښې چې اوسیږي، دا هماغه ښاغلي پشایان/اریکیان دي، او د (دیان او اناند) کلمې دهغویو د لرغونونیکونو او اجدادو لپاره یو تخصیصي، کاري نوم دی، نه د ژبې نوم.

— احمد جان ماڼو

This piece is preserved from its original document.

Read the full original (PDF)

← Back to Articles