November 6, 2026

د پشه یي ژبې د دوو (دره نور او اوزبین) لهجو ترمنځ فونیمیکی پرتلنه

By Faridullah Farhan

د پشه یي ژبې د دوو (دره نور او اوزبین) لهجو ترمنځ فونیمیکی پرتلنه

د پشه ژبې د دوو (دره نور او اوزبني) لهجو ترمنځ فونيميکي پرتلنه
Phonemic Comparison Between Two Dialects of the Pashai Language (Dara-i-Noor and Uzbin)
Assistant prof. Faridullah Farhan

Abstract
This article examines the phonemic differences between two dialects of the Pashai language: Dara-i-Noor and Uzbin. To provide a clear understanding and thorough exploration of the topic, the paper begins with a discussion on the general dialects of the Pashai language. It then highlights the phonemic variations between the two dialects (Dara-i-Noor and Uzbin) that are essential for readers and researchers to understand. For instance, the sound (λ) in the Dara-i-Noor dialect corresponds to (š) in the Uzbin dialect. Similarly, the vowel (ā) in the Uzbin dialect changes to (O), while (ū) transforms into (i). Additionally, the semi-vowel (y) shifts to (ž), and in some words, (š) changes to (č). Other such differences that distinguish one dialect from the other have also been analyzed.

لنډيز
په دې مقاله کې د پشه يي ژبې د دوو (دره نور او اوزبني) لهجو ترمنځ فونيميکي توپريونه څېړل شوي دی، چې د موضوع ښې روښانتيا او سپړنې لپاره په پيل کې د پشهيي ژبې پر عمومي لهجو بحث او د سيمو پېژندنه راغلې او وروسته بيا د پشه يي ژبې د دوو (دره نور، اوزبني) لهجو او ترمنځ فونيميکي توپريونه روښانه شوي دي. لکه: د دره نور لهجې (ڵ=λ) غږ د اوزبني په لهجه کې په (ش=š) غږ باندې اوړي او همدارنګه واول (ا=ā) د اوزبني په لهجه کې (ۉ=O)، واول (و=ū) په واول (ي=i)، سيمي واول (ی=y) په (ژ=ž) او ځينو کلمو کې (ش=š) په (چ=č) باندې اوښتل او دې ته ورته نور توپريونه څېړل شوي دي.
کليدي کلمې: دره نور، اوزبني، لهجه، فونيميک او توپريونه

سريزه
پشهيي د يو قوم او ژبې نوم دی، په تاريخي آثارو کې دالينا، الينايان، داردي، دپاشاچې يا پشاچه، پاشيايي، پشايي او پشهيي په نومونو ياد شوي دي. پشهيي ژبه د اريک ژبو په کورنۍ کې د دارديک (داردي) ژبو په مرکزي څانګې پورې اړه لري. ننګرهار، کونړ، لغامن، کاپيسا، نورستان، د کابل په پغامن او رسويب په اوزبني کې ويونکي لري. که څه هم پشهيي ژبه د پښتو ژبې په څېر ډېرې لهجې لري، خو په لوی رس کې، دا ټولې لهجې په پنځو برخو ويشل شوي دي چې د کوهستان او بولغني لهجه، د اوزبني لهجه، تګاب او نجراب لهجه، دره نور لهجه او دېګانو لهجه د يادونې وړ دي.

د پشهيي ژبې دودونيزې لهجې او سيمې
-۱ دره نور (الينګار، کونړ درې) لهجه: د لغمان الينګار، کونړ، دره نور او پېچ درې د لهجې په نامه هم ياديږي.
-۲ اوزبني لهجه (د لغمان دولت شاه او اليشنګ): د نورستان په ننګرام او دوآب، د کابل د سروبي ولسوالۍ د اوزبني درې خلک پرې خبرې کوي.
-۳ تګاب او نجراب لهجه
-۴ کوهستان او بولغين (شمال لويديځه)
-۵ ديګانو يا چوګني لهجه

د پشهيي ژبې د اوزبني او دره نور لهجو ترمنځ فونيميکي توپيرونه
الف: فونيم (ڵ=λ) — د دره نور په لهجه کې (ڵون/λūn = بام)، د اوزبني په لهجه کې (شېنډ/šenḍ = بام)؛ (ڵنګايل/λngāli = توتان)، اوزبني (شنګايل/šɪngāli).
ب: واول (ا=ā) د دره نور په لهجه کې د اوزبني په لهجه کې د (ۉ=o) په غږ اوړي: ګوړا/goṛā (آس) ← ګوړو/goṛo.
ج: واول (و/ū) د دره نور په لهجه کې اوزبني په لهجه کې په واول (ي/i) اوړي: اشټو/aštū (اتلس) ← اشټي/ašti.
د: کانسوننټ (ش=š) د دره نور په ځينو کليمو کې د اوزبني په لهجه کې (چ=č) په بڼه تلفظ کېږي: شلداړ/šɪldāṛ ← چلداړ/čɪldāṛ.
هـ: واول (آā، اa) او کانسوننټ (ک=k) د دره نور په لهجه کې اوزبني په لهجه کې په (هـ=h) اوړي: آی/āy (يې) ← هی/hay.
و: نيمه واول (ی=y) د دره نور په لهجه کې اوزبني (اليشنګ او دولت شاه) لهجه کې د (ژ=ž) په غږ اوړي: يان/yān (ژرنده) ← ژان/žan.
ز: کانسوننټ (ش=š) او (ښ/ṣ،ṡ) توپير د دره نور، اوزبني، او کاپيسا اله سای لهجو ترمنځ.

پايله
پشهيي ژبې ويونکي د هېواد په ختيځو برخو کې ژوند او د پشهيي ژبې په مختلفو لهجو خبرې کوي. له دغو لهجو له ډلې څخه دوې لهجې (دره نور، اوزبني) ترمنځ د فونيميکي بدلون څېړنې او سپړنې څخه دا راته روښانه شوه چې دغه دوې لهجې په خپل منځ کې يو شمېر فونيميکي توپيرونه لري.

وړانديز
ژبې په فردي هڅو نه بډايه کېږي، نو د پوهنتونونو په چوکاټ کې د ژبو او ادبياتو مرکزونو څخه مو غوښتنه ده چې خپلو محصلينو ته د پشهيي ژبې فولکلور او نور مهم ژبني مسائلو په اړه څېړنيزې موضوعګانې ورکړ ی شي.

[د دې مقالې بشپړ فونيميکي جدولونه او د ماخذونو بشپړه لړ لیک د اصلي PDF سند کې شتون لري چې لاندې ورسره تړلی دی.]

This piece is preserved from its original document.

Read the full original (PDF)

← Back to Articles