November 6, 2026

د پشه یی ژبې د اجتماعي قاموس د جوړونې په موخه حضوري مجلس

د پشه یی ژبې د اجتماعي قاموس د جوړونې په موخه حضوري مجلس

د پشه یی ژبې د اجتماعي قاموس د جوړونې په موخه حضوري مجلس

ځای: کابل، کمپني، د پغمان ولسوالۍ، د تره خېلو سیمه.
د ګډونوالو میشت ځایونه: ننګرهار، کنړ، نورستان، لغمان، کابل، کاپیسا.

د پشه یی اجتماعي قاموس د حضوري مجلس د ګډونوالو مشترکه او متفقه موسوده:

الف: د مجلس موخه: د پشه یی ژبې د لهجوي تنوع، ژبني ثبات، او ټولنیز ارزښت د خوندي کولو په موخه، موږ هوکړه وکړه چې یو داسې لهجوي قاموس جوړ کړو چې د پشه یی ژبې بېالبېلې بڼې ته ځای ورکړي، علمي ارزښت ولري او د راتلونکو نسلونو لپاره د باور وړ سرچینه وي.

ب: د قاموس اړتیاوې او ګټې:
۱. د پشه یی ژبې د کلماتو او لهجو تثبیتول او راټولول.
۲. د لهجو ترمنځ پرتلنه او توضیح.
۳. د ژبپوهانو، مشرانو نظریات اخیستل.
۴. د لیکدود، تورو، او تلفظونو معیاري کول.
۵. د لغاتو معناوې، بېلګې، او کارونه ذکرول.
۶. د پشه یی بومي لغاتونو لټون.
۷. د پشه یی قوم ژبنۍ همغږي او اجتماع رامنځته کول.

ج: د قاموس جوړونې د مجلس طرحې:
۱. د زیاتو توپیر لرونکو لهجو او د هغوی د همجوارو سیمو لغاتونه به په قاموس کې لیکل کېږي.
۲. د مجلس لخوا ټاکل شوی نماینده ګان او د هغوی مرستیاالن کوالی شي چې د اجتماعي قاموس د مشرتابه سره د غوښتنې په صورت کې د لغاتو لیست شریک کړي؛ نور د سیمې قلموال خلک فقط د نماینده ګانو سره همکاري کوالی شي.
۳. د لغاتو په جمع کولو کې به پوره له دقت څخه کار اخیستل کېږي ترڅو قاموس په شفافه توګه د تکمیل مراحل طی کړي.
۴. د قاموس په چاپ کې هیڅ نوعه بېړه به نه کېږي؛ بلکه د قاموس اړوند د لغاتو جمع کول به تر هغې جریان ولري ترڅو د ذکر شویو د ټولو پشه یی مېشتو سیمو لهجو آوازونو لپاره اجتماعي الفباء جوړه شوې وي.
۵. د الفباء د جوړولو لپاره د افغانستان د علومو اکاډمۍ کې د پشه یی ژبې استاذي دنده لري چې د ژبپوهنې معیارونو مطابق د هرې لهجې هغه سوتونه چې د عربي، فارسي یا پښتو په مروج الفباء کې مناسب حرف ونه لري، اول به هڅه کېږي چې ورته نږدې حرفونه له همدې ژبو غوره شي، او که نه وي نو حرف دې ورته ایجاد کړي ترڅو پشه یی قوم په راتلونکي کې د مشکالتو څخه خالص شي.

د: پایله او هیله: دا قاموس به د پشه یی ژبې لپاره نه یوازې د ژبني بقا وسیله وي، بلکې د علمي تحقیق، د بومي لغاتو ذخیره، ټولنیز هویت، او کلتوري ویاړ یو ارزښتناک بنسټ به هم جوړ کړي.

This piece is preserved from its original document.

Read the full original (PDF)

← Back to Articles