November 6, 2026

د پشهيي ژبې دالفباء بهري ته لنډه تحلييل کتنه

By Faridullah Farhan

د پشهيي ژبې دالفباء بهري ته لنډه تحلييل کتنه

د پشهيي ژبې دالفباء بهري ته لنډه تحلييل کتنه
A brief analytical overview of the alphabetic process of the Pashai language
ليکوال: څېړندوی فريدهللا فرحان — Assistant prof. Faridullah Farhan

Abstract
In this study, the works reviewed include (Alphabets of Pashai language), (Grammatical proximity of Pashto and Pashai), (Collection of essays of Ustad Ghamjan), (Pashai's alphabetic book — Pashai's Alepba Kitabi), (Ministry of Education, Pashai Syllabus 1-6), and (Dardistan Magazine). These works have been written about the alphabets of the Pashai language. In these books, the letters (graphemes) of Pashai sounds have been brought, most of which have less/more sounds of the Pashai language, and some — such as (ê, ṣ, ŋ, ay, ẓ, әy, ә) — are sounds not shown in any composition. The use of three types of graphemes for a particular sound (Ľ, ɬ, ʎ) in the Pashai language has created problems; the characteristics and shortcomings of these graphemes have been clarified through analysis and reasoning, and in the end, Pashai language's complete phonetic alphabet is shown in a table with lexical examples.

لنډيز
په دې څېړنه کې چې رسليک يې (د پشهيي ژيب د الفباء بهري ته لنډه تحلييل کتنه) دی. (الفباءی زبان پشهيي)، (پښتواو پشهيي ګرامري نژدېوالی)، (د استاد غمجن د مقالو ټولګه)، (پشيس الېپبا کيتبي)، (پوهنې وزرات، پشهيي نصاب ۶-۱) او د (دارستان مجله) هغه آثار دي، چې تر کتنې او تحليل الندې نيول شوي دي. په دې کتابونو کې د پشهيي ژبې غږونه توري (ګرافيمونه) راوړل شوي، چې په زياترو کې د پشهيي ژبې غږونه لږ/زيات او ځينې لکه: (منځواله اوږده ې/ê، ښ/ṣ، ݩ/ŋ، ئ/ay، ۍ/әy، ږ/ẓ، ۀ/ə) هغه غږونه دي، چې په هېڅ اثر کې نه دي ښودل شوي.

سريزه
افغانستان د ګڼو قومونو کور دی، هر قوم ځانته ژبه او ژبني قواعد لري، په دې ډله کې يو هم پشهيي قوم او ژبه ده، چې د اريک ژبو په کورنۍ کې په (دارديک) مرکزي څانګې پورې اړه لري. د ليک نه تعميم له امله دا ژبه تل د وينا ژبه پاتې شوې ده. استاد نور محمد غمجن له لومړنیو قلموالو څخه دی، چې د پشهيي ژبې د غږونو لپاره يې ګرافيمونه وټاکل، ورپسې د افغانستان د علومو اکاډمۍ پوهانو د پشهيي ژبې لپاره الفباء ترتيب کړه.

د پشهيي ژبې تر ټولو مشکل او ځانګړی غږ (لهـ/ڷهـ/ڵ = λ)
د پشهيي ژبې د غږونو د الفباء په اړه ليکل شوو کتابونو، مقالو او مجلو کې د پشهيي ژبې ځانګړی غږ (لهـ/ڷهـ/ڵ) په درې ډوله ګرافيمونو سره ښودل شوی دی. د پوهنې وزارت پشهيي نصاب کې (لهـ) ګرافيم سربېره له (ڵ) ګرافيم څخه هم کار اخيستل شوی، چې نسبت له نورو (لهـ/ڷهـ) يو څه معياري ښکاري، ځکه چې: د يو غږ لپاره يو ګرافيم دی؛ د کلمو په مفهوم کې التباس نه رامنځته کېږي؛ ليکل او زده کول يې ډېر اسان دي؛ او د کمپيوټر په سمبولونو کې شته دی.

د پشهيي ژبې وړانديزي بشپړه الفباء
[آ أ ا ب پ ت ټ ث ج چ ح خ ځ څ د ذ ډ ر ړ ز ږ ژ س ښ ش ص ض ط ظ ع غ ف ق ک ګ ل ڵ م ن ڼ ݩ و ۉ ۆ هـ ء ي ې ی ئ ۍ]

پايله
د پشهيي ژبې د الفباء په اړه د ليکل شوو آثارو له کتنې معلومه شوه، چې د پشهيي ژبې په الفباء کې واحد نظر نه ليدل کېږي، په ځینو آثارو کې د ګرافيمونو شمېر لږ او په ځينو کې ډېر ښودل شوی. د ځانګړي غږ لپاره (لهـ/ڷهـ/ڵ) له درې ډوله ګرافيمونو څخه کار اخيستل شوی وو، چې د کلمو په مفهوم کې يي ګډوډي رامنځته کړې. په پورته څېړنه کې دا خبره څرګنده شوه چې د پشهيي ژبې پر الفباء باندې بايد نوې کتنه وشي، ترڅو د معياري پشهيي ليکدود بنسټ پرې کېښودل شي.

[د دې مقالې بشپړ فونيميکي جدولونه (د هرې توري لپاره لغوي بېلګې) او د ماخذونو بشپړه لړ لیک د اصلي PDF سند کې شتون لري چې لاندې ورسره تړلی دی.]

This piece is preserved from its original document.

Read the full original (PDF)

← Back to Articles